IQNA

  طالبان د شوو موافقو په اساس د ایران حقابه ته ژمن دي 

11:28 - February 11, 2022
د خبر لمبر: 3485401
تهران (ایکنا) -ذبیح ا... مجاهد  پرمن په دې خبرې کولو سره چې  له ایران سره ښې اړیکې لري،ووئيل،په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې وچکالي وه ، البته  د هغوموافقو په اساس  چې ددواړو هیوادونو ترمینځ شته دي ، ایران هم  د هیرمن سین له اوبو استفاده کوي .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد د ایران او افغانستان په ښو اړیکو د خوښئ په ښودلو سره ټينګار وکړ،د هغو موافقو په اساس چې  ترسره شوي دي ،هماغه شان د ایران  حقابه ته ژمن یوو .

د هیرمند د موافقې په اساس،د ایران او افغانستان ترمینځ د هیرمند سین له اوبو دایران ونډه په کال کې اته سوه شل میلیون مکعب میټره او په هرې ثانیې کې  کابو شپږ ویشت مکعب میټره ده چې البته  دا په مختلفو میاشتو اوفصلونو کې فرق کو ي.

ذبیح ا... مجاهد  پرمن په دې خبرې کولو سره چې  له ایران سره ښې اړیکې لري،ووئيل،په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې وچکالي وه ، البته  د هغوموافقو په اساس  چې ددواړو هیوادونو ترمینځ شته دي ، ایران هم  د هیرمن سین له اوبو استفاده کوي .هغه  دغه راز د  افغانستان د اوسني موقته حکومت د راتلونکي په باب هم زیاته کړې،د سیمې هیوادونه په تیره بیا مسلمان هیوادونه دې په جراءت سره د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره  ګامونه پورته کړي .

د افغانتسان په نیمروز ولایت کې دکمال خان ډیم ورخونه  دهیرمن سین په لور پرانیستل شوي دی چې دا سین د ایران او افغانستان  ترمینځ مشترک دی او د حقوقي قواعدو په اساس باید  داسې کوم اقدام ونشي ، چې  داستفادې وړ اندازې  د کمیدا لامل شي .

د ایران د پولو په لور د کمال خان ډیم د ورخونو پرانیستل کیدا چې  له هیرمند سینه په تیریدا سره د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې  هامون جیهل ته ئې اوبه رسیږي ، په لارې کې لکونو زمیندار او نور خلک ورڅخه ګټه پورته کوي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/11/21/2660383/%D8%B7

captcha